معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۱ تنو ژوند بایللی

بلوچستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۱ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان آیالت کې نن سهار له یوه پله څخه د بس موټر د لوېدو په پېښه کې ۴۱ تنه مړه شوي دي.
رسنیو ته پاکستاني چارواکو ویلي، بس ګاډی له چپه کېدو وروسته اور اخیستی چې له امله یې دغه خونړۍ مړینه رامنځته شوې ده.
د بلوچستان د لسبیکو ولسوالۍ یوه لوړ پوړي چارواکي حمزه انجم د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي، په بس کې ۴۸ کسان سپاره وو چې یوازې درې تنه په کې ژغورل شوي دي.
په پاکستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو علت د ترافیکي قوانینو نه رعایت، د خوندیتوب کمزوري تدابیر او د چلوونکو بې احتیاطي ښوول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس