کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۳ نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي، چې څلور تنه پولیس یې له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوي دي.
دغو چارواکو رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، چې دغو وسلوالو تېره ورځ په کوچلاک سیمه کې د پولیسو پر یوې ګزمې ډزې وکړې او بیا وتښتیدل.
د سیمه ییزو پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي محمد زوهیب ویلي، چې د ډزو په تبادله کې یو وسلوال هم وژل شوی او پاتې نور تښتېدلي دي.
پاکستان له څو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د وسلوالو پر وړاندې مبارزه کوي، چې د دې صوبې د شتمنیو لویه برخه غواړي، خو دغه صوبه کې بیا بلوڅ بېلتون پالي له پاکستان څخه د آزادۍ لپاره پر وسلوالې مبارزې لاس پورې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/