کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې تېره ورځ د پوځیانو پر لېږدوونکو بسونو برید کې ۹۰ تنه پوځیان وژل شوي دي.
د بلوڅ د ازادۍ غوښتونکي غورځنګ د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دوی یو ځان وژونکي بریدګر دغلته د پوځيانو پر قافلې برید کړی او یو بس یې په بشپړ ډول له منځه وړی.
د دوی په وینا، له برید وروسته بلوڅ آزادي غوښتوونکو وسلوالو نور بسونه نیولي او ټول ۹۰ پاکستاني پوځیان یې یو – یو وژلي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، په اتو بسونو کې سپاره دا پوځيان کورونو ته په رخصتۍ روان وو، چې له دغه برید سره مخ شول.
دې وروستیو کې بلوڅ آزادي غوښتونکو د پاکستان حکومت څخه د خپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات کړي دي.
دوی څو ورځې وړاندې بولان سیمه کې پر یو رېل ګاډي له چاودنې وروسته برید وکړ، چې په کې ۲۱۴ پوځيان او استخباراتي کسان یې له برمتې وروسته له یو مخې ووژل.
پاکستاني پوځ ویلي، له هغه برید وروسته یې د بلوچستان په ډېری سیمو کې نظامي عملیات پیل کړي، خو ځایي سرچینو ویلي، دغو عملیاتو کې ملکي وګړي په نښه کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/