معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلېنکن او زرداري د افغانستان پۀ اړه ټیلېفوني خبرې کړي

بلېنکن او زرداري د افغانستان پۀ اړه ټیلېفوني خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې له خپل پاکستاني سیال سره یې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اندېښنو په تړاو خبرې کړي دي.
انتوني بلېنکن پر خپلې ټویټرپاڼې زیاته کړې، چې له بلاول بوټو زرداري سره یې ټېلیفوني خبرو کې د پاکستان د اقتصاد پر بیا غوړېدا او ګډ مشارکت هم بحث کړی دی.
نوموړي نه دي ویلي، چې د افغانستان او سیمې په تړاو د واشنګټن او اسلام اباد ګډې اندېښنې څه دي؟
خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو تور پورې کړی و، چې سرپرست افغان حکومت پاکستاني طـ.ـالـ.ـبانو ته پناه ورکړې ده، اما د افغانستان سرپرست حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، چې له افغانستانه هېچاته ګواښ نه پېښیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس