معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلېنکن غزه کې د اوربند په موخه اسراییل ته سفر کړی

بلېنکن غزه کې د اوربند په موخه اسراییل ته سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خلاصون د هڅو په لړ کې اسراییلو ته تللی.

ټاکل شوې چې نوموړی نن د اسراییلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د دغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د خبر پر بنسټ بلېنکن به د سې شبنې په ورځ مصر ته هم سفر وکړي.

دا په فلسطين کې د تېر زېږدیز کال د اکتوبر میاشت له پیل شوې جګړې راهیسې دې سیمې ته د بلېنکن نهم سفر دی.

نوموړی دغه سفر په داسې مهال کوي چې اسراییلي اشغالګرو د امریکایي چارواکو په ملاتړ غزه کې په لسګونه زره بې دفاع ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس