کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ مازیګر د خېبر پښتونخوا بنو سیمه کې د پاکستاني پوځ پر مرکز دوه موټر بم بریدونه شوي او پاکستاني طـ ـالـ ـب وسـ ـلوال یاد مرکز ته ننوتلي، چې له امله یې درنه جګړه پیل شوې ده.
د دې برید مسوولیت د پاکستاني طـ ـالبـ ـانو حافظ ګل بهادر ډلې اخیستی او ویلي یې دي، چې لسګونه پاکستاني پوځیان یې وژلي او ټپیان کړي دي.
حافظ ګل بهادر ډلې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې وسـ ـلوال کسان یې هدف ته رسېدلي دي او جګړه یې پیل کړې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې یاد برید کې ۱۵ پوځیان وژل شوي او نږدې ۳۰ نور ژوبل دي.
خو پاکستاني پوځیانو تر دا دمه د اوښتې مرګ ژوبلې وروستي جزیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.
ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې موټر بم بریدونو پوځي مرکز کې ډېر ویجاړی رامنځته کړی او د سپکو او درنو وسلو غږونه ترې اورېدل کیږي.
دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځيانو بریدونه بې ساري ډېر شوي، چې دغه حکومت یې له لویې ننګونې سره مخ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/