معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهر ته د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

بهر ته د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ويلي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.
د خبر پر بنسټ دغه وزارت ویلي، چې هېواد کې د زعفرانو د بوټي د دودېدو لپاره ۲ سوه کروندوګرو ته روزنه هم ورکړل شوې ده.
د کرنې وزارت زیاته کړې، هڅې روانې دي چې د دغه بوټي کرکېله نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د کرنې وزارت په خبره د افغانستان د زعفرانو په نوم یې د نورو هېوادونو د زعفرانو د صادراتو مخه نیولې ده.
بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان زعفران په نورو هېوادونو کې ښه بازار لري او باید د دغه بوټي صادرات په منظم ډول دوام ومومي.
د معلوماتو له مخې، تېر کال افغانستان سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، امریکا، اسپانیا، هالنډ اسټرالیا او مراکش ته ۵۱ زره کیلو ګرامه زعفران صادر کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس