کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي مسوولینو ناوړه چلند غندلی.
په دې اعلامیه کې راغلي، یاد ناوړه چلند د سرپرست حکومت ژوره اندېښنه راپارولې ده او ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي د دې ډول پېښو په ترسره کولو سره د دواړو هېوادونو مثبتې او ښې اړیکې اغېزمنې کړي.
بهرنیو چارو وزارت له ایراني چارواکو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلند څېړنه وکړي او اجازه ورنه کړي، چې د افغانانو د حقوقو څخه سرغړونه په افغانستان کې د خلکو احساسات زیانمن کړي.
دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره په ایران کې د امنیتي مسوولینو بد چلند د افغانانو ترمنځ ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/