معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو په مشورتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو په مشورتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د روسیې سفیر د دغه وزارت سرپرست وزیر ته د مسکو په مشورتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د روسيې سفير زیاته کړې، چې له افغانستان سره اړيکې د روسيې لپاره مهمې دي او د سرپرست حکومت پلاوي ته بلنه ورکول کیږي چې د دغه هېواد په کوربه توب په ټولو سيمه‌ ييزو او نړيوالو غونډو کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست د مسکو په راتلونکې ناسته کې د ګډون لپاره د بلنې له امله د مننې ترڅنګ زیاته کړې، چې افغانستان له پیله د مسکو په غونډو کې ګډون کړی دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د مسکو غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د روسیې په نوښت پیل شوې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان، چین، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) د استازو په ګډون جوړیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس