معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بېړنیو ناروغانو ته د ویزو ورکړې په اړه د ترکیې له سفیر سره خبرې شوي

بېړنیو ناروغانو ته د ویزو ورکړې په اړه د ترکیې له سفیر سره خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې دواړو لوریو بېړنیو ناروغانو لپاره د وېزې پر صدور، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د ماشوم او مور د روغتیايي خدمتونو ښه والي او د ترکیې په ملاتړ د افغانستان په روغتونونو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د پخوانیو هوکړه‌ لیکونو د بیاکتنې پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کې له ترکیې سره دوه اړخیزې همکارۍ ضروري ګڼلي او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د ترکیې سفیر هم په دې برخه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

دغه ناسته د افغانستان او ترکیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږي، چې وبه کولی شي پر پاکستاني روغتونونو د افغانانو اتکاء د پام وړ تر بریده راکمه کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس