معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / تاجکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې

تاجکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو په اړه چې د ده په خبره ځان بېرته منسجم کوي، اندېښنه وښوده.
د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې نوموړي په پلازمېنه دوشنبې کې له تروریزم سره د مبارزې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې په تېره بیا د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې له تاجکستان سره پولې لري، جهادي مدرسې پرانیستل شوي او د دې هېواد له جنوبي او ختیځو ولایتونو څخه ترهګرې ډلې په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای کېږي.
افغان حکومت د هغه د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي و چې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیانو پرضد د برید لپاره کار واخلي.
افغان چارواکو د پاکستان په ګډون پر ټولو ګاونډیو هېوادونو غږ کړی و، چې که دوی کومې اندېښنې لري باید له دوی سره یې شریکې کړي او په خبره یې د افغانستان په اړه دې له منفي څرګندونو ډډه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس