کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د تانزانيا حکومتي چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د ځمک ښويېدنې له امله په یوه کوچني کان کې ۲۲ کارګر مړه شوي دي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د تانزانیا ولسمشرې سامیا سولوهو حسن ويلي، چې پېښه د سمیو سیمې د بیرادي ولسوالۍ په نګالیتا کان کې رامنځته شوې ده.
د ځایي چارواکو په وينا، پېښه داسې مهال شوې چې يوې ډلې کارګرو هغه سیمه کې کيندنې پيل کړې چې د اورښتونو له امله د ځمک ښوويېدنې له وېرې د کيندنې چارې بندې اعلان شوې وې.
د ژغورنې ډلې وايي، چې له دغه کانه يې د يادو کارګرو جسدونه را وېستلي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/