معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تخار کې د یوې لارۍ د چپه کېدو له امله ۱۷ کان کېدونکي مړه او اووه نور ټپیان شوي

تخار کې د یوې لارۍ د چپه کېدو له امله ۱۷ کان کېدونکي مړه او اووه نور ټپیان شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د یوه ټونس پیکپ لارۍ د چپه کېدو له امله د سرو زرو د کان ۱۷ کان کیندونکي مړه شوي او اووه نور ژوبل دي.
د چاه آب ولسوالۍ ولسوال رسنیو ته ويلي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د کان کیندونکو د سپرلۍ موټر له چاه آب ولسوالۍ څخه د کان پر لور روان و او د انجير په سيمه کې له سړک اوښتی.
د ولسوال په خبره دا پېښه نن سهار اته بجې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس