کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر عربي رسنیو راپور ورکړی، چې له اته کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د ایراني اتباعو یوه ډله د عمرې لپاره سعودي عربستان ته لاړل.
تر دې وړاندې رویترز خبري آژانس راپور خپور کړی و، چې په تېره ډسمبر میاشت کې سعودي عربستان پر ایرانیانو د حج عمرې د پرځای کولو بندیز لرې کړ.
د راپور له مخې دغه اقدام به په منځني ختیځ کې د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي برخه ک اغېزمن رول ولوبوي.
په تېره مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب یوه موافقه وشوه چې له مخې یې ایران او سعودي عربستان خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې چې په ۲۰۱۶م کال کې د ریاض لهخوا د یوه شیعه ملا د اعدام او له هغه وروسته په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د یرغل له امله کړکېچنې شوې، بېرته په بشپړه توګه اعاده کړې.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/