کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د العربیه شبکې په راپور کې ویل شوي، چې د صهیونیستي رژیم پوځیان د غزې په جنوب کې له خان یونس ښار څخه له وتلو وروسته د غزې په شمال کې د بیت حنون له سیمې هم وتلي دي.
العربیه خبري شبکې زیاته کړې، اسرایيلي پوځيانو له خپلو ټولو پوځي تجهيزاتو سره له بيت حنون سيمې شاتګ کړی او د شاتګ پر مهال یې ځینې فلسطیني وګړي هم نیولي دي.
د غزې له جنوب او شمال څخه د صهیونیستي رژیم پوځي اشغالګر په داسې حال کې په شا کیږي، چې د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي ویلي، اسراییلو د غزې په شپږ میاشتنۍ جګړه کې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د عامو خلکو په نښه کول او د غزې د بنسټیزو تأسیساتو ویجاړول د اشغال د نه بریالیتوب ښودنه کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/