معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تر دې وروسته به د پاکستان ټول وزیران بې معاشه کار کوي

تر دې وروسته به د پاکستان ټول وزیران بې معاشه کار کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، د دغه هېواد لومړي وزیر نن ورځ اعلان وکړ، چې وزیران او سلاکاران به نور معاشونه نه اخلي.
شهباز شریف په یوه خبري غونډه کې وویل چې وزیران به د معاش نه اخیستو سربېره د ګاز، اوبو او برېښنا پیسې هم له خپلو جېبونو ورکوي.
دغه راز پرېکړه شوې، چې له وزيرانو څخه به لوکس موټر بېرته اخيستل کیږي او ليلام کیږي به.
د دې ترڅنګ پاکستاني وزیران تر دې وروسته نور په بهرنیو سفرونو کې په پنج ستاره هوټلونو کې نه پاتې کیږي.
د پاکستان لومړي وزیر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې دې وروستیو کې پاکستان د سخت اقتصادي زوال سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس