معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تر راتلونکي پسرلي به د شاه و عروس اوبو بند پاتې ټول کارونه بشپړ شي

تر راتلونکي پسرلي به د شاه و عروس اوبو بند پاتې ټول کارونه بشپړ شي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د اوبو او انرژۍ وزارت ويلي، د اټکل له مخې تر راتلونکي پسرلي پورې به د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه و عروس د اوبو بند پاتې ټول کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
د دغه وزارت چارواکو یادونه کړې، چې دمګړۍ د بند ۹۷ سلنه چارئ بشپړې دي.
د معلوماتو له مخې د شاه و عروس اوبو بند چارو په بشپړېدو سره به نه یوازې دوه میګاواټه برېښنا تولید شي، بلکې د دغه بند پر مټ به ۳ زره ۶ سوه هکټاره ځمکه هم د خړوب څخه برخمنه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس