کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو اشغالګر پوځ تر غزې او لبنان وروسته تېره ورځ د يمن پر بندري ښار حدیده کې بمبارۍ کړي دي.
فرانس پرېس خبري آژانس د اسراییلو د پوځ ویاند ډېوېډ اوراهام له قوله ویلي، چې دوی دغه پراخ برید کې لسګونه الوتکو، جنګي جټونو او تېل وړونکو او اکمالاتي الوتکو برخه اخیستې وه.
د دوی په وینا دغو بریدونو کې د یمن په حدیده او راس العیسا سیمو کې د حـ.وثيانو اهداف ویشتل شوي دي.
د خبر پر بنسټ شویو بریدونو کې د حـ.وثي یاغیانو تر کنټرول لاندې د برېښنا یو سټیشن او یو سمندري بندر چې د تېلو د وارداتو لپاره کارول کېده، په نښه شوي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ – ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
حـ.وثيانو په وروستیو ورځو کې د اسراییلو پر لور خپل راکټونو او ډرون بریدونه زیات کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/