معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترانسپورټ وزارت په نړیوالو معیارونو د هېواد هوايي ډګرونو د تنظیم کولو خبر ورکړی

ترانسپورټ وزارت په نړیوالو معیارونو د هېواد هوايي ډګرونو د تنظیم کولو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو ويلي، چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه په نړیوالو معیارونو برابروي.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، دا مهال په هېواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي، چې له منځه یې پنځه نړیوال هوايي ډګرونه دي.

د نوموړي په خبره د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د کابل هوايي ډګر په ګډون د هېواد ډېری هوايي ډګرونه ویجاړ شوي وو، چې بېرته رغول شوي او الوتنو ته چمتو شوي دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستیال وایي،  د لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د بیا پیلېدو لپاره اړینه ده چې هوايي ډګرونه پر نړیوالو معیارونو برابر وي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي چې د الوتنو د زیاتېدو لپاره باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د وېزې د اخیستو په برخه کې شته ستونزې هم هوارې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس