کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ترکمنستان کې د افغانستان تجارتي اتشې دنده پيل کړه، چې محمد هارون سیدي یې اتشه ټاکل شوی دی.
په عشق آباد کې د افغانستان سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې هم ویل شوي، چې نوموړی دغه سفارت کې د تجارتي اتشه په توګه ټاکل شوی دی.
د سفارت سرپرست فضل محمد صابر په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او اقتصادي همکاریو په پراختیا کې یې د سوداګرۍ او پانګونې پر رول ټینګار کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/