کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی.
د خبر پر بنسټ دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس ویلي، هیله لري چې له ترکیې سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجربو لېږد او ظرفیت لوړونې په برخو کې ګډې همکاري ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
نوموړي زیاته کړې، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ټولو نړیوالو کنوانسینونو تعهداتو ته ژمنه ده، خو په خبره یې نړیوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/