معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه او سوریه کې د انسان ژغورنې په عملیاتو کې له تربیه شویو مږو کار اخیستل کیږي

ترکیه او سوریه کې د انسان ژغورنې په عملیاتو کې له تربیه شویو مږو کار اخیستل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې ترکیه او سوریه کې لا هم د انسان ژغورنې عملیات روان دي.
دغو عملیاتو کې د ودانیو لاندې د بند پاتې انسانانو د ژغورنې لپاره د سپیو ترڅنګ له روزل شویو مږو څخه کار اخیستل کیږي.
دغو روزل شویو مږو ته وړې کمرې په ملا نښلول شوي، څو د سوریو له لارې د ودانیو لاندې د انسان ژغورنې عملیات مخته یوسي.
د دغو زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۵ زرو واوښت، چې ترڅنګ یې له یو لک څخه د زیاتو کسانو د ټپي کېدو او د میلیونونو نورو کسانو د بې ځایه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس