معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه راتلونکو څو ورځو کې زرګونه افغان کډوال له خپل ملکه وباسي

ترکیه راتلونکو څو ورځو کې زرګونه افغان کډوال له خپل ملکه وباسي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د ترکيې د کډوالو چارو ادارې ويلي، زرګونه ناقانونه کډوال یې نیولي، چې په کې پنځۀ زره افغان کډوال هم شامل دي.
دوی زیاته کړې چې راتلونکو څو ورځو کې به دغه نیول شوي پنځه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.
دوه ورځې وړاندې هم ترکیې ۴۷۷ افغان کډوال له خپل ملکه ووېستل.
د ترکیې د انادولو خبري آژانس د کډوالو چارو ادارې له قوله خبر وکړی، چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې یې په ترکیه کې ټولټال ۲ زره ناقانونه کډوال نیولي، چې زر تنه یې ترې خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي.
په دغو ستانۀ شویو کې افغانان هم شامل و.
د راپورونو له مخې ترکیې پر افغان کډوالو محدودیتونه سخت کړي، چې له مخې یې ترکيه کې له کډوالو سره د ترکي پوله ساتو له لوري د ناوړه چلند ویډيوګانې هم لاس په لاس شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس