معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ترکیه کي د افغان قونسلګرۍ لپاره نوی استازی ټاکل شوی

ترکیه کي د افغان قونسلګرۍ لپاره نوی استازی ټاکل شوی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۲۱مه او د سپټمبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) افغان حکومت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سرپرست سر قونسل په توګه د عبدالله صالحي له ټاکل کېدو خبر ور کوي.

ازادي راډیو وايي، د صالحي د تقرر په تړاو یو مکتوب، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاسلیک پرې کښل شوی، دوی ته رسېدلی دی.

سرچینه همدا رنګه زیاتوي چې نوموړی مکتوب په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ لخوا هم تایید شوی دی.

عبدالله صالحي له دې وړاندې په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی سکرټر و او د هالنډ په هاګ ښار او انقره کې هم ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس