کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د ترکیې په جنوب کې د شویو زلزلو له امله ۴۴ زره ۲۱۸ تنو خپل ژوند بایللی دی.
بلخوا سوریه کې بیا لا هم د ژغورنې عملیات دوام لري، ځکه دغه هېواد کې د جګړو او محاصرو له امله د ژغورنې عملیات پڅ روان دي.
د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو بده زلزله ثبت شوې، چې شاوخوا ۲ لکه ۶۴ زره اپارتمانونه یې ویجاړ کړي او په لکونه خلک یې بې کوره کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/