معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کې د ۱۱۶ مړو شویو افغانانو هویت معلوم شو

ترکیه کې د ۱۱۶ مړو شویو افغانانو هویت معلوم شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
ترکیه کې افغان سفارت ویلي، د زلزلو له امله دغه هېواد کې د مړو شویو ۱۱۶ افغانانو هویت مشخص شوی دی.
د سفارت د مسوولینو په وینا، ښایي په دغه زلزله کې د وژل شویو افغانانو شمېر تر دې ډېر وي.
ورته مهال د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په یوه پروګرام کې څه باندې ۵۰ زره امریکایي ډالر د ترکیې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه.
بل لور ته د راپورونو له مخې په فاریاب ولایت کې د ترکیې له زلزله ځپلو سره د مرستو را ټولولو لپار یو صندوق اېښودل شوی دی.
افغان سرې میاشتې هم څلورنیم مېلیونه افغانۍ په کابل کې د ترکیې سفارت زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه وسپارل.
تر دې وړاندې هم افغان حکومت د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د پنځلس مېلیونه افغانیو د مرستې اعلان کړی و.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ترکیه او سوریه کې د زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱ زرو څخه اوښتی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس