معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کې پولیسو ۲۹ تنه بې اسناده افغان پناه غوښتونکي نیولي

ترکیه کې پولیسو ۲۹ تنه بې اسناده افغان پناه غوښتونکي نیولي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې امنیتي ځواکونو دغه هېواد کې ۲۹ تنه افغان پناه غوښتونکي چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي دي.

ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه افغانان د ترکیې اغرې ښار کې په یوه ټېلر کې نیول شوي دي.

د مسوولینو په وینا نیول شوي کډوال تر نیول کېدو وروسته د دغه ښار کډوالو ریاست ته د ثبت کېدو لپاره لېږدول شوي دي.

پولیسو د یاد ټېلر چلوونکی هم په دې تور نیولی دی.

د ترکي رسنیو په وینا، د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او پېژندلو لپاره په ټول هېواد کې سخت عملیات روان دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس