معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ترکیه کې یوې محکمې د اردوغان پیاوړی رقیب له سیاسي فعالیتونو منع کړ

ترکیه کې یوې محکمې د اردوغان پیاوړی رقیب له سیاسي فعالیتونو منع کړ

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۴):
د راپورونو له مخې په ترکيه کې يوې محکمې د استانبول ښاروال او د ولسمشر اردوغان پياوړی رقيب اکرم امام اوغلو له سياسي فعاليتونو منع کړی دی.
راپورونه وایي، چې نوموړی د سیاسي فعالیت بندېدو سربېره پر زندان هم محکوم شوی دی.
پر نوموړي تور دی چې د ترکيې دولتي مقامونو ته يې سپکاوی کړی دی.
محکمې د اوغلو د بند موده دوه کاله او اووه مياشتې اعلان کړې ده.
اکرم امام اوغلو په ۲۰۱۹ کال کې په داسې حال کې د استانبول ښاروال وټاکل شو چې تر ده مخکې دا څوکۍ د دوو نيمو لسيزو لپاره د اردوغان د عدالت او پراختيا له ګوند سره وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس