معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیه کې ۳۲ ناقانونه کډوال نیول شوي

ترکیه کې ۳۲ ناقانونه کډوال نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان  لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکي رسنیو راپور ورکړي، چې دغه هېواد کې ۳۲ بې اسناده پاکستاني او افغان کډوال نیول شوي دي.

د خبر پر بنسټ دا ٣٢ افغان او پاکستاني کډوال په ادیرنه ښار کې نیول شوي.

د ترکي مسوولینو په وینا نیول شوي کډوال په غیر قانوني توګه او د اقامت اسنادو پرته دغه هېواد ته داخل شوي وو، چې د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شول.

ویل کیږي چې دا افغان او پاکستاني کډوال د میرچ، اپساله، لالاپاشا او ازونکوپرو په کلیو کې د عملیاتو پرمهال پېژندل شوي او نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د ادیرن ښار پولیسو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې په ټول هېواد کې عملیات پیل کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس