معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکیې ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي

ترکیې ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ترکیې حکومت شاوخوا ۱۳۸ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.
د خبر پر بنسټ دغه افغان کډوال د ایغدیر له هوايي ډګره د یوې چارټر الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي.
دې وروستيو کې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو ايران، پاکستان او ترکيې څخه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ چټکه شوې چې څه موده وړاندې هم ١٣٦ افغان کډوال له ترکيې شړل شوي وو.
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو په اړه د خپل هېواد د کډوالۍ په پالیسۍ کې د بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به په دې برخه کې د پام‌ وړ بدلونونه راشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس