معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم بندر ته د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر سفر وکړ

تورخم بندر ته د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر سفر وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم بندر ته د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر الهام محکوموف او مل پلاوي، چې ورسره د افغانستان ترانسپورټ عمومي رییس، ننګرهار مرستیال والي، امنیه قومندان، د بهرنیو چارو رییس او اړونده نورو مسوولینو يې ملتیا کوله، تورخم ته د هوا له لارې سفر وکړ.
ياد سفر کې د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر او مل پلاويي تورخم اړونده مسوولینو ترانسپورټ عمومي مدیر، ګمرک آمر، تورخم ښاروال او استخباراتو مرستیال سره د لیدلو وروسته فرضي کرښې څخه هم لیدنه وکړه.
په ورته مهال راغلي پلاوي تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسي لار یاده کړه او یادونه یې وکړه، چې موږ کوشش کوو د افغانستان ټرانزيټ او ملي اقتصاد ته وده ورکړو، څو په دغه برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د ازبکستان ترانسپورټ وزیر دا هم وویل، چې جنوبي اسیا د مرکزي اسیا سره د افغانستان له لارې نښلولو سره به د افغانستان ملي اقتصاد ډېره پراختیا پیدا کړي، چې ورسره به موږ دلته لس زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس