معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم بندر کې د قاچاقو مخنیوي په اړه جدي هڅې پیل شوي

تورخم بندر کې د قاچاقو مخنیوي په اړه جدي هڅې پیل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دې وروستیو کې د تورخم بندر د استخباراتو مدیریت له لوري د نشه یي توکو او قاچاق مخنیوي په اړه جدي هڅې پیل شوي دي.
تازه د تورخم استخباراتو مديریت د ۳۵ ټنه کرومايتو د قاچاق مخه نیولې، چې ځینو کسانو غوښتل په جعلي اسنادو یې پاکستان ته ولېږدوي.
مسوولین وایي، ټولو هغو توکو د قاچاق په مخنیوي کې جدي دي، چې لېږد یې افغان حکومت ممنوع اعلان کړی دی.
بل لور د دغه ځای ولسي وګړي هم دغه سیمه کې د استخباراتو مدیریت هڅې ستایي.
د دوی په خبره تېر کې همدغه قیمتي ډبرې او نور ارزښتمند توکي د رشوت او پیسو په ورکړې سره په اسانۍ سره وړل کېدۀ، چې اوس یې مخه نیول شوې ده.
هېره دې نه وي چې، څو ورځې وړاندې د تورخم استخباراتو مدیریت له لوري شاوخوا ۳۶۰ کیلو ګرامه نشه لرونکو توکو او د ګران بیه غميو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس