معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم دروازه کې لا هم وضعیت نظامي دی

تورخم دروازه کې لا هم وضعیت نظامي دی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)

تورخم کې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د شویو نښتو له امله سیمه کې وضعیت هماغسې نظامي دی.

ګهیځ نیوز ته ځایي سرچینو ویلي، دواړو غاړو ته سلګونه کورنۍ بې‌ ځایه شوي او شاوخوا سیمو کې لا هم د عامو خلکو تګ‌ – راتګ منع دی.

د سرچینې په وینا له کرښې بره ۳۰۰ کورنۍ، خو له کرښې پورې غاړې ۱۵۰۰ کورنۍ لنډي کوتل ته کډه شوي دي.

پاکستان تورخم ته نږدې له ټولو دولتي ادارو څخه شاتګ کړی او ادارات یې خالي کړي دي.

دغه لار له تېرو نږدې دوه اونیو راهیسې د پاکستان لخوا تړل شوې، چې له امله یې دواړو غاړو ته زرګونه مسافر او سلګونه سوداګریز موټر بند پاتې دي.

د تېرو دوو شپو نښتو له امله افغان لوري ته د یو تن، خو پاکستان لوري ته د نهو پوځیانو د وژل کېدو پخلی شوی دی

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس