معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم فرضي کرښه کې د توبرکلوز، ملاریا او HIV ناروغیو سکریننګ مرکز جوړیږي

تورخم فرضي کرښه کې د توبرکلوز، ملاریا او HIV ناروغیو سکریننګ مرکز جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د توبرکلوز، ملاریا او HIV ناروغیو د مخنیوي لپاره تورخم فرضي کرښه کې د سکریننګ مرکز جوړوي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس، د توبرکلوز ولایتي مسوول، د UNDP توبرکلوز برخې مسوول، د لابراتوارونو مسوول او د جک موسسې د TB, HIV او ملاریا برخو مسوولینو خپلو کې په دې اړه د همغږۍ ناسته هم کړې ده.

دغه ناسته کې د UNDP مسوول ډاکټر دلاور د خپلو فعالیتونو په اړه د عامې روغتیا رییس ته معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده، چې غواړي په تورخم فرضي کرښه کې د توبرکلوز، ملاریا او HIV ناروغیو د سکریننګ مرکز جوړ کړي.

د دوی په وینا یاد مرکز به هېواد ته د راتلونکو مسافرو معاینات ترسره کوي، چې په دې سره د دې ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.

بل لور د عامې روغتیا رییس د دې مهم ګام هرکلی وکړ او د UNDP د همکارۍ څخه یې د مننې ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دې پروګرام په بریالي تطبیق کې به بشپړه همکاري ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس