معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

تورخم کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تورخم امنیتي مسوولینو ویلي، په دغه بندر کې یې د تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
د تورخم د استخباراتو مدیر محمد اقبال تکل ویلي، چې د دوی له لوري بهر ته د زیاته اندازه تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
تکل زیاته کړې، چې یاد تاریخي آثار په یو بار وړونکې لارۍ موټر کې په ډېر مهارت سره ځای په ځای شوي وو، چې غوښتل یې نوموړي آثار ګاونډي هېواد ته د تورخم فرضي کرښې له لارې انتقال کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دوی به یاد آثار د ساتنې په موخه اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وروسپاري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس