کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
دغه نښته کې دواړو خواوو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.
ګهیځ نیوز ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې پاکستانې ملیشو په افغان پوله ساتو باندې وروسته له هغې درنې ډزې شروع کړې، چې افغان پوله ساتي ځواکونه په خپله خاروره کې په کار کولو بوخت وو.
د سرچینې په وینا یاده نښته کې پاکستاني ملیشو ته درنه مرګ – ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
تر اوسه د دغې نښتې له امله د اوښتي مالي او ځاني زیان په تړاو څه نه دي ویل شوي.
دا نښته په داسې مهال رامنځته شوې، چې تېره ورځ د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو خبرې شوې وې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/