معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د ګمرک د تصفيې ټولنې کار بنديز اعلان کړ

تورخم کې د ګمرک د تصفيې ټولنې کار بنديز اعلان کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان لور ته په تورخم کې د ګمرک د تصفیې د ټولنې کارکوونکو د موقتي سفري اسنادو پر ضد کاربندیز اعلان کړ.

هغوی ویلي، تر هغو به کار نه‌ کوي چې د پاکستان حکومت پر موټر چلوونکو لګېدلي محدودیتونه لرې نه‌ کړي.

د پاکستان حکومت یوازې هغو موټر چلوونکو ته د تګ – راتګ اجازه ورکوي، چې موقتي سفري اسناد ولري.

دغه پرېکړه چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه تطبیق شوې، ګڼ شمېر موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي؛ ځکه چې د سفر موقتي اسناد نه‌ لري.

موټرچلوونکي وایي، د پاکستان سفارت په کابل کې او د افغانستان کونسلګري په پېښور کې د یادو سفري سندونو په ورکولو کې ځنډ کوي، چې د دوی کارونه یې اغېزمن کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس