معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د ۴۹ مډالونو د قاچاق مخه نیول شوې

تورخم کې د ۴۹ مډالونو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسارۍ مسوولینو په دغه ګمرک کې د ۴۹ بېلابېلو مډالونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ د تورخم کمیسار عصمت الله یعقوب ویلي، چې د دوی د سکن برخې مسوولینو ۴۹ بېلابېل ډوله مډالونه چې د بهرنیو هېوادونو اړوند دي، نیولي دي.
یعقوب زیاته کړې، چې د یادو مډالونو قاچاق کوونکي په تښېښه بریالي شوي او د نیولو لپاره یې جدي هڅې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم دغه ګمرک کې د ګڼ شمېر تاریخي آثارو، ګرانه بیه ډبرو، وسلو او نورو توکو د قاچاق مخنیوي خبرونه ورکړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس