معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې دوه تنه په زياته اندازه له چاودونکو توکو سره یوځای نيول شوي

تورخم کې دوه تنه په زياته اندازه له چاودونکو توکو سره یوځای نيول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت ځایي مسوولینو ویلي، چې د تورخم په ښارګوټي کې د ګمرک رياست د تشرېح مسوولینو د پلټنې پرمهال په ۵۷۵ نمبر پلېټ درلودونکي باروړونکي موټر کې چاودونکي توکي او په تور يې دوه تنه نيولي دي.
د دوی په وينا، ياد موټر د وهاب منصور شرکت مربوط دی، چې په ډېر مهارت سره يې ۸ بوجۍ باروت او ۲۵ بوجۍ سانيسوز د نورو مواد سره يوځای په موټر کې ځای پرځای کړي وو.
په نيول شويو کسانو کې يو موټر چلوونکی او بل يې کمېشن کار دی.
ځایي چارواکي وایي، نيول شوي کسان اوسمهال د لومړينو څېرنو لاندې دي، چې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس