معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / توماس وېسټ له مسلمیار سره د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه غږېدلی

توماس وېسټ له مسلمیار سره د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه غږېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل‌ هادي مسلمیار سره یې د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
وېسټ زیاته کړې، د دې ټلېفوني اړیکې پر مهال زده‌ کړو او کار ته د نجونو او ښځو د ستنېدو او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د اړتیا په اړه غږېدلي دي.
فضل هادي مسلمیار چې د جمهوریت د واکمنۍ پرمهال د مشرانو جرګې رییس و، اوس د نوي حکومت په راتګ سره کومه دولتي دنده نه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس