معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

تېر کال د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې مسوولينو ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴.۵ میلیونه مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د راپور پر بنسټ له دې درکه یې ۳.۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي.
د یادې ادارې مسوولینو دغه راز ويلي، چې د ۴۳ کيلو مترو په اوږدوالي د خواف – هرات د څلورمې قطعې د لومړي فاز کار به ډېر ژر پيل شي. د دوی په وینا یادې قطعې کار به د ۱۶ مياشتو په موده کې بشپړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس