معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال په بېلابېلو اداراتو کې ۳۶۰ اداري پروسې ساده شوي

تېر کال په بېلابېلو اداراتو کې ۳۶۰ اداري پروسې ساده شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د اداري پروسو ساده کولو په هدف هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون مسوولین وايي، د یاد کمېسیون له لوري په تېر یو کال کې په مختلفو ادارو کې ۳۶۰ بېلابېلې پروسې ساده شوې دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس عبدالحنان عارف الله په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې یاده اداره هڅه کوي څو په ټولو اداراتو او وزارتونو کې پېچلي پروسې ساده کړي.
نوموړي په یاده غونډه کې زیاته کړې، چې د دې ناستې اساسي هدف د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د پروسو ساده کول دي.
د برېښنا شرکت تجارتي رییس هم یادې غونډې ویلي، څومره چې په ادارو کې اصلاحات رامنځته کیږي، په همغه اندازه د حکومت او خلکو تر منځ واټن له منځه ځي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس