کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر ویلي، تېر یوه کال کې ۱۱ زره ۸۹۰ اسراییلي پوځیانو ته په لبنان او غزه کې مرګ -.ژوبله اوښتې.
انادولو ترکي آژانس د اسراییلو پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر له قوله ویلي، د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې راهیسې غزه او لبنان کې د اسراییلو ۸۹۰ پوځیان وژل شوي او ۱۱زره نور یې ټپیان شوي دي.
پخواني لومړي وزیر یاییر لابید د اسراییلو له یوې تلوېزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال د دغه هېواد پوځ ته د اوښتو زیانونو پړه د اسراییلو پر اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اچولې ده.
هغه ویلي، که د دغه هېواد لومړی وزیر نتانیاهو د جګړې پای لپاره هڅه ونه کړي، نو ممکن د پوځيانو په وژنه کې زیاتوالی راشي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړي تېر کال کې د وژل شویو اسراییلي اشغالګرو شمېر ۸۹۰ تنه ښودلی دی، خو خپلواکې نړیوالې سرچینې بیا د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر له دې څو برابره ډېر ښيي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/