کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۱مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۵۴ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د دغې ادارې په وینا تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۵۳ زره ۶۵۴ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د خبر له مخې یادو توکو کې ۹۳۷ ټنه توکي صادر شوي هم دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده، چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/