معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳ زره ټنه انتقالات شوي

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دوی زیاتوي چې تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۱۳ زره ۵۵۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
خبر زیاتوي چې په یادو توکو کې ۸ زره ۳۸۴ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې په وینا دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس