معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره اونۍ هلمند کې د خپلمنځي شخړو او جنایي پېښو له امله یو تن وژل شوی او اووه نور ژوبل دي

تېره اونۍ هلمند کې د خپلمنځي شخړو او جنایي پېښو له امله یو تن وژل شوی او اووه نور ژوبل دي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې تېره اونۍ د دغه ولایت په نادعلي، موسیٰ قلعه، باباجي او د کجکي ولسوالیو په څلورو بېلابېلو پېښو کې یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ژوبل شوي دي.
د خبر پر بنسټ، په دغو پېښو کې خپلمنځي جګړې او د کورني تاوتریخوالي قضیې شاملې دي، چې د ځایي مسوولینو په وینا ټولو ته یې رسېدنه کړې ده.
خبر زیاتوي، چې د کجکي ولسوالۍ ګندم رېز بازار سیمه کې د کورني ستونزو له امله یوې ښځي خپل خاوند څاه ته اچولی او وژلی یې دی.
د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي په سیمه کې بیا یو کس د توپنګچې د پاکولو پر مهال ځان ویشتلی او ژوبل دی.
دغه راز د موسیٰ قلعه ولسوالۍ د خټکي په سیمه کې هم پۀ دوو جلا پېښو کې درې تنه ټپیان شوي دي.
باباجي ولسوالۍ کې بیا د ځوانانو د فوټبال لوبې پر مهال شخړه کې درې تنه ژوبل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس