معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / تېره شپه پر خان یونس د هوایي برید له امله ۶۵ تنه شهیدان شول

تېره شپه پر خان یونس د هوایي برید له امله ۶۵ تنه شهیدان شول

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه ناوخته اشغالګر رژیم د خان یونس په بېلابېلو سیمو او غزه کې پر دارالایتام او هغه ښوونځي برید کړی، چې بې کوره فلسطینیانو پناه وروړې وه.

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ تنه شهیدان شوي دي.

د AFP خبري آژانس د راپور په حواله اسرایيلي اشغالګرو ځواکونو پر غزې د هوايي بریدونو سربېره د ټانکونو ډزې هم کړي، چې له امله یې کم تر کمه ۴۰ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت له لوري په ورکړل شوي بیان کې راغلي، تقریباً د یو کال په پوره کېدو اسرایلي وحشتونو کې تر دې دمه ۴۱ زره ۶۸۹ کسان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس