معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۷ زره ټنه انتقالات شوي

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۷ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۳۱۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي.

دغه انتقالات د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې شوي، چې په کې ۳۱۷ زره ۴۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

په یاد توکو کې ۸ زره ۴۴۷ ټنه توکي صادر شوي، چې د مسوولینو په وینا د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅې کوي.

د دوی په خبره موخه یې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابرول او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کول دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس