معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د سل میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

تېره میاشت د سل میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د سل اشاریه شپږ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د توکو صادرېدو خبر ورکړی دی.
د خبر پر بنسټ د یادې ادارې له لوري د روان کال د غبرګولي میاشتې د صادراتو او وارداتو اړوند راټولو کړل شویو ارقامو کې همدارنګه ویل شوي، چې په همدې موده کې هېواد ته د ۸۱۰.۳ ميلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادارتو کچه ۱۲۴ اشاریه پنځه میلیونه ډالره او د وارداتو ټولیزه کچه څه باندې ۷۰۷ میلیونه ډالره وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس