معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د نږدې ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت د نږدې ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۸ مه نېټه):
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ ميليون ډالر ښودل شوی دی.
د دغې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر کال د وږي په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیون ډالر او هېواد ته د رالېږدول شويو توکو مجموعي ارزښت ۷۴۴.۴ ميليونه ډالر کېده، چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸.۶ ميليونه ډالر کمښت ښيي.
بل خوا د روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲۸.۱ ميلیونه ډالر لوړوالی راغلی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي په مياشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او د ۱۴۰۱ کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان هېوادونو ته وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس